GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ترافیکي چارو د تنظیم او د ترافیکي پېښو د کموالي لپاره ځانګړې غونډه ترسره شوه | د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي ویاند او امارتي ادارو د ویندویانو د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي ویاند او امارتي ادارو د ویندویانو د همغږۍ ناسته ترسره شوه

2026-06-30

د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي ویاند او امارتي ادارو د ویندویانو د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 

د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي ویاند او د امارتي ادارو د ویندویانو د همغږۍ ناسته، نن سه‌شنبه، د روان کال د چنګاښ (سرطان) میاشتې په ۹مه، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ترسره شوه.

یاده ناسته د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي ویاند، محترم مولوي ذبیح‌الله مجاهد، په مشرۍ او د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د رئیس، محترم مولوي نعیم‌الحق حقاني، د افغانستان اسلامي امارت د ویاند دفتر د مرستیالانو، محترم ملا حمدالله فطرت او محترم مولوي حبیب‌الله مالک، او همدارنګه د امارتي ادارو د ویندویانو په ګډون تر سره شوه.

غونډه د قرآن عظیم‌الشان په تلاوت پیل شوه، وروسته، د اجنډا له مخې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم‌الحق حقاني، پرانیستونکې وینا وکړه او په بېلابېلو برخو کې یې د ویندویانو له همکاریو او همغږۍ څخه مننه وکړه.

وروسته، د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند، محترم مولوي ذبیح‌الله مجاهد، وینا وکړه، د معلوماتو شریکولو او پر وخت اطلاع رسونې برخه کې یې د ویندویانو هڅې وستایلې او د دغه بهیر د لا پیاوړتیا لپاره یې د هغوی پر رول ټینګار وکړ.

هغه همداراز د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د یو شمېر نوښتونو په اړه خبرې وکړې او له ویندویانو یې وغوښتل چې، په ځانګړي ډول، د حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې پروګرام او د پرمختګ وېب‌پاڼې د لا بډاینې لپاره هر اړخیزه همکاري وکړي.

محترم مولوي ذبیح‌الله مجاهد د اطلاع‌رسونې، عامه پوهاوي، د حقایقو د انعکاس او پر حکومت د خلکو د باور زیاتولو برخه کې د رسنیو رول مهم وباله او له ټولو ویندویانو یې وغوښتل چې د اطلاع‌رسونې بهیر د لا پیاوړتیا ترڅنګ له رسنیو سره خپله همکاري لا پراخه او دوامداره کړي.

ورپسې، د امارتي ادارو ویندویانو په خپل وار د اطلاع‌رسونې د بهیر د لا پیاوړتیا، د مطبوعاتي او نشراتي چارو د ښه مدیریت په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه د افغانستان اسلامي امارت له مرکزي ویاند سره شریک کړل.

غونډه په پای کې د اسلامي نظام، هېواد او ولس د خیر او سوکالۍ په دعا سره پای ته ورسېده.

شریک یی کړی