GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ترافیکي چارو د تنظیم او د ترافیکي پېښو د کموالي لپاره ځانګړې غونډه ترسره شوه | د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل

د حاجیانو وروستی کاروان هیواد ته راستون شو

د حاجیانو وروستی کاروان هیواد ته راستون شو

2026-07-01

د حاجیانو وروستی کاروان هیواد ته راستون شو

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې په هغو مراسمو کې چې هیواد ته د حاجیانو وروستی کاروان د راستنېدو په مناسبت جوړ شوي و، ګډون او وینا وکړه.

په دې مراسمو کې په داسې حال کې چې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ القران و الحدیث مولوي نورمحمد ثاقب هم حضور درلود، د ریاست الوزراء اداري مرستیال حاجیانو ته د ښه راغلاست او مبارکي ترڅنګ دعا وکړه چې د ټولو حجونه دې خدای تعالی قبول او منظور کړي.

نوموړي زیاته کړه، د ډېرې خوښۍ ځای دی چې سږکال هم د تېرو کلونو په څېر دېرش زره افغان حاجیان د حج فریضې د مناسکو له بشپړولو وروسته هیواد ته راستانه شول.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي په ښه توکه سږکال د حج پروسې د پایته رسېدو له امله د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ټولو د مسئولینو، مجاهدینو، امنیتي مسئولینو، د آریانا افغان او کام ایر هوایي شرکتونو مسئولینو، د هوایي ډګرونو مسئولینو او د سعودي عربستان دولت څخه حاجیانو ته د خدماتو او اسانتیاوو برابرولو له امله قدرداني وکړه.

شریک یی کړی