په تېرو درېیو کلونو کې په ۹ ولایتونو کې د ۱۱۲ زره جریبه امارتي ځمکې په اړه د خصومت پرېښودو قرارونه صادر شوي دي
2026-11-10
په تېرو درېیو کلونو کې په ۹ ولایتونو کې د ۱۱۲ زره جریبه امارتي ځمکې په اړه د خصومت پرېښودو قرارونه صادر شوي دي
د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې ویلي، چې په تېرو درېیو کلونو کې یې د امارتي ځمکو اړوند د ۱۵ قضیو له څېړنې وروسته، د هېواد په ۹ ولایتونو کې د څه باندې ۱۱۲ زره جریبه ځمکې په اړه د خصومت پرېښودو قرارونه صادر کړي دي.
یاد قرارونه وروسته له هغې صادر شوي، چې ځانګړې محکمې د دغو ځمکو اړوند اشخاص د ملکیت د اسنادو او مدارکو وړاندې کولو په موخه محکمې ته وربللي وو؛ خو د هغوی د نه حاضرېدو له امله، د قضایي څېړنو او اجراآتو له مخې د خصومت پرېښودو قرارونه صادر او اړوندې دوسیې له ثبت څخه ایستل شوې دي.
یادې ځمکې د کندز، پروان، کندهار، غزني، ننګرهار، کاپیسا، اروزګان، غور او پنجشېر ولایتونو کې موقعیت لري.
دا اقدام د امارتي ځمکو د قضیو د قضایي څېړنې او د هغو د حقوقي وضعیت د تثبیت په موخه ترسره شوی، چې د غصب شویو امارتي ځمکو اړوند قضیو ته د قضایي مراجعو له لارې د رسېدنې او تعقیب څرګندونه کوي.