--> News
GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي | د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه
تازه خبرونه

په کابل کې د متحده عربي اماراتو د پانګوالو او سوداګرو کنفرانس جوړېږي

په کابل کې د متحده عربي اماراتو د پانګوالو او سوداګرو کنفرانس جوړېږي

2025-05-07

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ کال د ثور میاشتې په ۱۶مه نېټه د افغانستان له پاره د متحده عربي اماراتو له ځانګړي استازي ښاغلي سیف محمد الکتبي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د دغه لیدنې پر مهال د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني هم حضور درلود.
په ناسته کې دواړو لورو د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د دوه اړخیزو په ځانګړي ډول اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وویل،
افغانستان له طبیعي سرچینو غني هېواد دی او اسلامي امارت هڅه کوي چې په دې زېرمو کې پانګونه جذب او پر مټ یې هېواد پر ځان بسیا کړي. محترم ملا صاحب زیاته کړه د متحده عربي اماراتو پانګوال کولی شي په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
ورپسې د افغانستان له پاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي وویل، دوی غواړي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د پانګوالو او سوداګرو کنفرانس جوړ کړي. په دې کنفرانس کې به د افغانستان له پاره پر هغو پروژو خبرې وشي، چې پر مټ به یې په افغانستان کې اقتصادي پرمختګ رامنځته شي.

دغه راز نوموړي په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ او د سړکونو جوړولو په برخه کې پانګونې ته د خپل هېواد لېوالتیا وښوده.

شریک یی کړی