--> News
GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي | د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه
تازه خبرونه

په مسکو کې د ا.ا.ا. سفیر او فوق العاده استازي خپله دنده پیل کړه

په مسکو کې د ا.ا.ا. سفیر او فوق العاده استازي خپله دنده پیل کړه

2025-07-02

د روسیې فدراسیون لپاره د افغانستان اسلامي امارت سفیر او فوق العاده استازي محترم مولوي گل حسن “حسن” د سفارت له کارکوونکو سره په تعرفي ناسته رسما خپله دنده پیل کړه.
نوموړي د سفارت له ډیپلوماټانو او کارمندانو سره په دې ناسته کې څرگنده کړه چې د ورسپارل شوې دندې له مخې به د سفارت چارې په بشپړه ژمنتیا او له کارمندانو سره په پوره همکارۍ مخ ته وړي.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د روسیې فدراسیون لخوا د سفیر منل اغېزمن گام بولي او تمه لري چې له دې مهم گام اخستلو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او بېلابېلو برخو کې اړېکې لا پراخې او پیاوړې شي.

شریک یی کړی