--> News
GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د عامه او ستراتیژیکو اړیکو معاونیت

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

مهم ترین خبرونه
د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة ﷲ اخندزاده صاحب حفظه ﷲ تعالی د مبارکۍ پیغام | د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه | د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه ترسره شوه
مهم ترین خبرونه

د څه باندې ۲۰ میلیارډه افغانیو په ارزښت د برېښنا تولیدي پروژو تړونونه لاسلیک شول

د څه باندې ۲۰ میلیارډه افغانیو په ارزښت د برېښنا تولیدي پروژو تړونونه لاسلیک شول

2025-03-27

د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي شرکتونو مسئولینو د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال، محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د پنجشنبې په ورځ (۷ وری ۱۴۰۴) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې ناستې پر مهال، د هېواد په شپږو ولایتونو کې د برېښنا تولید د لس پروژو تړونونه لاسلیک کړل.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رئیس، محترم ډاکټر عبدالباري عمر د یادو تړونونو د لاسلیک مراسمو کې وویل: برېښنا شرکت تل هڅه کوي څو په کور دننه د برېښنا تولید له منابعو څخه ګټه واخلي، چې هېوادوالو ته ډاډمنه برېښنا برابره کړي.
محترم عمر زیاته کړه، نن مونږ چمتو یو چې د لس سترو پروژو  تړونونه له خصوصي شرکتونو سره لاسلیک کړو، چې دوه یې د برېښنا لېږد مزو د تمدید او ۸ نورې یې د برېښنا تولید برخه کې د پانګونې پروژې دي.
د ښاغلي عمر په خبره د یادو پروژو د برېښنا تولید ټولیز ظرفیت ۲۲۸.۲ میګاواټه دی چې څه باندې باندې ۲۰ میلیارده افغانۍ لګښت پرې راځي.
د هرات ولایت ۴۳.۲ میګاواټه بادي او ۵ میګاواټه لمریزې، د جوزجان ۵۰ میګاواټه ګازي، د بلخ ۴۰.۲۵ ، د لوګر ۴۰ ، د ننګرهار ۴۰ او د لغمان ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا تولید، د کجکي – کندهار ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي بشپړولو، د زابل قلات برېښناکوټ او د کندهار ختیځ برېښناکوټ پروژې په یادو پروژو کې شاملې دي دي.

شریک یی کړی