GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ترافیکي چارو د تنظیم او د ترافیکي پېښو د کموالي لپاره ځانګړې غونډه ترسره شوه | د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل

د ډیجیټلي خدمتونو پراختیا، د عامه خدمتونو اسانتیا او د کاري فرصتونو رامنځته کول؛ د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د عامه خدمتونو اونۍ مهمې لاسته راوړنې

د ډیجیټلي خدمتونو پراختیا، د عامه خدمتونو اسانتیا او د کاري فرصتونو رامنځته کول؛ د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د عامه خدمتونو اونۍ مهمې لاسته راوړنې

2026-08-09

د ډیجیټلي خدمتونو پراختیا، د عامه خدمتونو اسانتیا او د کاري فرصتونو رامنځته کول؛ د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د عامه خدمتونو اونۍ مهمې لاسته راوړنې

 

د زمري ۱۸مه، کال ۱۴۰۵

 

حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې برنامې او د عامه خدمتونو اونۍ په چوکاټ کې، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د هېواد د خدماتي سکتورونو مهمې لاسته راوړنې اعلان شوې. د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، د مخابراتو، کار او ټولنیزو چارو، د نفوسو د ثبت، پاسپورټ، ښاري خدمتونو او نورو خدماتي برخو کې ګڼ شمېر هېوادوالو له بېلابېلو خدمتونو ګټه اخیستې او سلګونو زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د معلوماتو له مخې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د محرومو سیمو لپاره د مخابراتي خدمتونو د پراختیا په موخه شاوخوا ۳۵۰ نوې مخابراتي انتنونه فعال کړي او د ۱۵۰ نورو انتنونو د فعالولو چارې روانې دي. همدارنګه، د مخابراتي شرکتونو په پانګونه شاوخوا ۵۰۰ نور مخابراتي انتنونه هم فعال شوي دي.

د مخابراتي زېربناوو د پراختیا په برخه کې، په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې ۸۵۱ کیلومتره نوري فایبر شبکه غځول شوې او په ټول هېواد کې ۲۹۳۲ مخابراتي ټاورونه جوړ شوي دي. همدارنګه، راستنېدونکو ته د مخابراتي خدمتونو د برابرولو لپاره ۴۹۱ زره او ۱۲۶ سیم‌کارټونه وېشل شوي او د مخابراتي فعالیتونو له لارې شاوخوا ۱۸۴ زره کسانو ته مستقیم او غیرمستقیم کاري فرصتونه رامنځته شوي دي.

د اقتصاد وزارت د غیردولتي مؤسسو د فعالیتونو د تنظیم په برخه کې ۸۴ کورنیو او ۲ بهرنیو مؤسسو ته د فعالیت جوازونه صادر کړي دي. د دغو مؤسسو فعالیتونو د ټولنیزو خدمتونو، روغتیا، کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ، ښوونې او بشري مرستو په برخو کې شاوخوا ۱۴۰ زره کسانو ته د مستقیم کار زمینه برابره کړې ده.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په تېر کال کې ۶۲ زره او ۷۳۹ کورنیو او بهرنیو وګړو ته د کار جوازونه وېشلي دي. همدارنګه، ۴۵ زره او ۳۵۵ کسانو ته د کار بازار له اړتیاوو سره سمې تخنیکي او حرفوي زده کړې وړاندې شوې او نږدې ۲۴ زره د فراغت سندونه هم وېشل شوي دي.

د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د ثبت خدمتونو په برخه کې شاوخوا ۲ میلیونه برېښنايي تذکرې، نږدې یو میلیون نوې او مثنايي کاغذي تذکرې او ۲۰ زره کاغذي تذکرې کوچیانو ته وېشلې دي.

په همدې موده کې، له ۱۳۹ زرو څخه زیاتو کسانو ته په حضوري ډول او شاوخوا ۲۱۴ زرو کسانو ته په انلاین ډول د کاغذي تذکرو د اصلاح خدمتونه وړاندې شوي، همدارنګه له ۱۲۶ زرو څخه زیات د زېږون کارتونه او نږدې ۲۵ زره د وفات تصدیقونه صادر شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ لوی ریاست په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې ټولټال ۶۵۰ زره او ۸۶۰ عادي پاسپورټونه، ۳ زره او ۳۴۵ سوداګریز پاسپورټونه او ۵۱۲ تحصیلي پاسپورټونه وېشلي دي. همدارنګه، د ۱۶ زره او ۷۱۷ بهرنیو وګړو ویزې تمدید شوې او د لا زیاتې اسانتیا لپاره د پاسپورټ د نوم‌لیکنې بهیر له ۹ پاڼو څخه یوې پاڼې ته راکم شوی دی.

د کابل ښاروالۍ د ښاري نظم په برخه کې د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې ۱۳ زره او ۹۷۰ بېلابېلو اصنافو ته د فعالیت اجازه ورکړې او د نرخنامو د نه رعایت له امله یې د ۴ زره او ۸۸۴ سرغړوونکو اصنافو فعالیتونه په موقت ډول درولي او اړینې سپارښتنې یې ورته کړې دي.

د ښار د زرغونتیا په برخه کې ۵۳۱ زره او ۵۸۰ نیالګي او زینتي ګلان کرل شوي او د ښاري پاکوالي په برخه کې له ۶۲۲ زره او ۱۱۱ ټنو څخه زیات جامد کثافات راټول او لېږدول شوي دي. همدارنګه، د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې له ۲۷ زره مترو څخه زیات کانالونه او ۴۲۵ زره متره د سړکونو غاړې ویالې پاکې شوې دي.

د افغان پوست امارتي شرکت هم تېر کال له ۵ میلیونو او ۲۸ زرو څخه زیات کورني مراسلات او ۵ زره او ۸۵۳ نړیوالې بستې لېږدولې دي.

همدارنګه، افغان پوست د ۱۹۳ زره او ۸۸۴ تعلیمي او تحصیلي اسنادو د تأیید او د ۲۳۴ زره او ۷۳۳ بېلابېلو اسنادو د تصدیق خدمتونه وړاندې کړي او د خلکو د اسانتیا لپاره یې عاجل خدمتونه، د پېرېدونکو د خدمتونو مرکز او تر کورونو پورې د اسنادو د لېږد خدمتونه فعال کړي دي.

د دغو لاسته راوړنو پر بنسټ، اسلامي امارت د ډیجیټلي خدمتونو د پراختیا، د اداري بهیرونو د ساده کولو، د ښاري خدمتونو د پراخولو او د خدماتي ادارو د پیاوړتیا له لارې، هېوادوالو ته د لا چټکو، اسانه او اغېزناکو خدمتونو د وړاندې کولو هڅو ته دوام ورکړی دی.

حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې برنامه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په نوښت، د امارتي ادارو د مهمو لاسته راوړنو، فعالیتونو او خدمتونو د انعکاس په موخه پیل شوې ده.

 

شریک یی کړی