--> News
GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د عامه او ستراتیژیکو اړیکو معاونیت

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

مهم ترین خبرونه
د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة ﷲ اخندزاده صاحب حفظه ﷲ تعالی د مبارکۍ پیغام | د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه | د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه ترسره شوه
مهم ترین خبرونه

کابل کې د ۱۴۰۴کال د نیالګیو کېنولو ملي برنامه پیل شوه

کابل کې د ۱۴۰۴کال د نیالګیو کېنولو ملي برنامه پیل شوه

2025-03-15

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او کابل ښاروالۍ په ګډه همکارۍ د ۱۴۰۴کال د نیالګیو کېنولو ملي پروګرام پیل شو.

د نيالګيو کېنولو پرانېست‌غونډه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال ډاکټر ملا زین العابدین عابد ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د نيالګيو د اهميت په هکله يې هر اړخيزه وينا وکړه. ده وويل: ټول هېوادوال باید د وطن پالنې احساس په ځان کې پيدا کړي، خپل هېواد سره د مينې اظهار وکړي او د هېواد په سمسورتيا او نيالګيو کېنولو کې برخه واخلي.

د هغې طرحې له مخې چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې جوړه کړې ده، په پام کې ده، تر ۱۴۱۰ لمریز کال پورې۲۰۰میلیونه نیالګي کېښودل شي.

محترم عابد په خپلو خبرو کې وویل چې سږ کال د چاپيريال ساتنې ملي ادارې سره د ۲٫۲ ميليونو نيالګيو ژمنې شوې او اميد لرو چې تر دې ډير نيالګي کېنوو.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستيال مولوي صدراعظم عثماني؛ امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت نظامي معين شیخ سعید احمد شهید خیل ؛ د اوبو او انرژۍ وزارت ارشد سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د خلکو په استازيتوب حاجي احمد شاه الکوزي او په کابل کې د يوناما استازي هم د نيالګيو د اقتصادي، سياسي او ټولنیز اهميت په تړاو هر اړخيزې ويناوې وکړې.#

شریک یی کړی