عامې روغتیا وزارت د درملو او خوراکي توکو د کنترول او کیفیت لوړولو برخه کې د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل

2025-04-30
عامې روغتیا وزارت د درملو او خوراکي توکو د کنترول او کیفیت لوړولو برخه کې د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل
د عامې روغتیا وزارت مسئولینو د چهارشنبې په ورځ (۱۰ غویی ۱۴۰۴) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز د یوه خبري کنفرانس پر مهال د درملو او خوراکي توکو د کیفیت لوړولو برخه کې د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات له رسنیو سره شریک کړل.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، محترم مولوي نور جلال جلالي په دې خبري کنفرانس کې وویل: د روغتیا برخه کې له مرسته کوونکو هېوادونو او د مرستو جلبوونکو سازمانونو له هڅو څخه مننه کوو، د دوی مرستې د میندو، ماشومانو او نورو زیانمنونکو قشرونو لپاره حیاتي اهمیت لري، خو بشري مرستې باید په شفاف او مسئولانه ډول د ټولنې له اړتیا سره سم مدیریت شي، کمزوری مدیریت د منابعو د ضایع کېدو او د مرستو د مؤثریت د کمښت لامل ګرځي.
د عامې روغتیا وزارت د سرپرست په وینا د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) شاوخوا ۶۷۵۰ میټریک ټنه د سوپر سیریل په نوم خوراکي توکي افغانستان ته وارد کړي، چې د کیفیت معیارونه پکې ندي مرعات شوي او د استفادې وړ ندي. همدارنګه یاد پروګرام، ۵۵ میټریک ټنه پریمیکس مواد د ظرفیت په پام کې نیولو نه پرته افغانستان ته وارد کړي، چې تاریخ یې تېر او ضایع شوي، چې دا چاره د مرستو ښکاره ضایع کېدل دي.
په همدې ډول، د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) د توبرکلوز ۶۵۰ تشخیصیه کېټونه وارد کړي چې اسناد یې له واقعي موادو سره مطابقت نهلري او د ځینو یې تاریخ تېر دی، چې یادې ادارې خپله تېروتنه منلې ده.
د عامې روغتیا وزارت مسئولینو د معلوماتو له مخې، تېر کال کې څه باندې ۵۲ زره وارداتي درملو د بازار اجازه لیک ترلاسه کړی او له ۵۲۴۹ روغتیايي تأسیساتو څخه څارنه شوې ده.
په همدې ډول، په وروستیو شپږ میاشتو کې، ۱۳۹ ټنه بېکیفیته درمل او روغتیايي محصولات په اصولي ډول لهمنځه وړل شوي او نیږدې ۷۰ زره نمونې د کیفیت ارزونې لپاره څېړل شوي دي. د دې تر څنګ، د درملو د قاچاق مخنیوي لپاره قانون جوړ شوی او له ګمرکاتو سره همغږي زیاته شوې. یوازې په یوه میاشت کې د کندهار له ګمرک نه ۱۰ کانتینره قاچاقي درمل بېرته لېږل شوي دي.
د یاد وزارت د مسئولینو په وینا، د درملو د واردولو، تولید او ثبت لپاره د GMP نړیوال معیارونه تطبیقېږي، چې تر دې دمه ۱۲۳ بهرني شرکتونه او ۲۶۰ قلمه درمل ثبت شوي او د کورنیو تولیداتو ملاتړ پراخ شوی دی. همدارنګه، د خوراکي موادو د خوندیتوب په برخه کې هم پراخ اقدامات ترسره شوي، څه باندې ۱۸ زره وارداتي محمولو بازار ته د داخلېدو اجازه ترلاسه کړې؛ خو ۲۸۰ نورې محمولې د منفي نتایجو له امله رد شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت مسئولینو څرګنده کړه، چې هدف یې هېوادوالو ته د باکیفیته او خوندي درملو او خوراکي توکو رسول دي او د دې هدف ترلاسه کولو لپاره باید د روغتیا برخه کې بشري مرستې په شفاف ډول مدیریت شي.