--> News
GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي | د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه
تازه خبرونه

د رسنیو مرکز رئیس، د افغانستان له ملي راډیو تلویزیون، یک تلویزیون او امید راډیو څخه لیدنه وکړه

د رسنیو مرکز رئیس، د افغانستان له ملي راډیو تلویزیون، یک تلویزیون او امید راډیو څخه لیدنه وکړه

2025-11-23

 

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني او مرستیال یې محترم حشمت الله ناصري، د یکشنبې په ورځ (۲ لیندۍ ۱۴۰۴) د افغانستان له ملي راډیو تلویزیون، یک تلویزیون او امید راډیو څخه لیدنه وکړه.
محترم حقاني، د ملي راډیو تلویزیون، یک تلویزیون او امید راډیو مسئولینو سره د لیدنې پر مهال، د اطلاع رسونې بهیر د لا ښه والي، اطلاعاتو ته د لاسرسي، د امارتي ادارو د نشراتي فعالیتونو د پياوړتیا او د رسنیو او ادارو ترمنځ د متقابلې همکارۍ د زیاتېدو په اړه، تفصیلي خبرې وکړې.
ښاغلي حقاني زیاته کړه، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د یوه ارتباطي پله په توګه تل هڅه کړې چې په هېواد کې رسنیز فعالیتونه پیاوړي، د امارتي اداور او رسنیو ترمنځ د همکارۍ او تعامل کچه پراخه او اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د خبریالانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.
همدارنګه، د افغانستان د ملي راډیو تلویزین، یک تلویزیون او امید راډیو مسئولینو هم په خپلو خبرو کې د دوه اړخیزې همکارۍ پیاوړتیا او ستونزو د حل په موخه، له رسنیو څخه د رسنیو مرکز د لیدنې اقدام ستاینه او هرکلی وکړ او د دې لړۍ د دوام غوښتنه یې وکړه.
د یادو رسنیو مسئولینو، د مغرضو او بېګانه رسنیو د منفي تبلیغاتو مخنیوی، د ټولو رسنیو ګډ مسئولیت وباله. دغه راز هغوی اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د ځینو شته ستونزو یادونه هم وکړه او د رسنیو مرکز له رهبرۍ یې غوښته وکړه چې د حل په برخه کې یې مرسته او همکاري وکړي.
په پای کې دواړو لورو د ګډو همکاریو د دوام او پیاوړتیا ژمنه وکړه.#

شریک یی کړی