GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي | د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه

د رسنیو مرکز رئیس، له سباوون راډیو او خامه پرس خبري اژانس څخه لیدنه وکړه

د رسنیو مرکز رئیس، له سباوون راډیو او خامه پرس خبري اژانس څخه لیدنه وکړه

2025-12-07

د رسنیو مرکز رئیس، له سباوون راډیو او خامه پرس خبري اژانس څخه لیدنه وکړه

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني، د یکشنبې په ورځ (۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴) له سباوون راډیو او خامه پرس خبري اژانس څخه لیدنه وکړه.
په پیل کې محترم حقاني، د رسنیو مرکز په خبري کنفرانسونو او د رسنیو اړوندو ناستو کې د هغوی د فعاله حضور ستاینه وکړه، وې ویل، د رسنیو مرکز د ویندویانو او رسنیو خپل کور دی او دلته چې کومې خبري ناستې کېږي ټولې رسنۍ فعاله ګډون پکې کوي چې مونږ په دې برخه کې د هغوی له همکارۍ څخه مننه کوو.
دغه راز، ښاغلي حقاني زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت د تېرو څلورو کلونو پر مهال په بېلابېلو برخو کې لویې پروژې تطبیق کړي او ښې لاسته راوړنې لري؛ اما لکه څنګه چې لازمه ده په هغه ډول تر خلکو ندي رسېدلي، بناءً په دې برخه کې د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ متقابله همکاري اړینه ده، څو له دې لارې د دواړو لوریو په هڅو او ښه تعامل سره، یادې لاسته راوړنې پراخ انعکاس پیدا کړي او ولس د نظام له فعالیتونو څخه په ښه ډول خبر شي.   
د رسنیو مرکز د رئیس په وینا، دغه مرکز په دوامداره ډول هڅه کوي چې امارتي ادارې او رسنۍ سره نېږدې او د دواړو لوریو ترمنځ د همکارۍ کچه لا پیاوړې کړي.
همداراز، د سباوون راډیو مسئول، محترم میرویس پاڅون او د خامه پرس خبري اژانس مسئول، محترم منصور نېکمل، هم په پخپلو خبرو کې د رسنیو مرکز رئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ؛ د یادو رسنیو د رسنیزو فعالیتونو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل.
هغوی، د اړیکو او همکارۍ د پیاوړتیا او ستونزو د حل په موخه، له رسنیو څخه د رسنیو مرکز رهبرۍ د لیدنې اقدام ستاینه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې دا لړۍ دې روانه وساتل شي.
دغه راز، د سباوون راډیو او خامه پرس خبري اژانس مسئولینو زیاته کړه، چې یادې رسنۍ اسلامي او ملي ارزښتونو ته په بشپړ ډول ژمنې دي او پخپلو ټولو رسنیزو فعالیتونو کې یې یادو ارزښتونو ته پاملرنه کړې ده. هغوی، اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د ځینو شته ستونزو یادونه هم وکړه او د رسنیو مرکز له رهبرۍ یې غوښته وکړه چې د حل په برخه کې یې مرسته او همکاري وکړي.
په پای کې دواړو لوریو یو بل ته د خپلې بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

شریک یی کړی