GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي | د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه

د ملي پرمختګ او د نړیوالو اړیکو د پیاوړتیا اغېزناک ګامونه

د ملي پرمختګ او د نړیوالو اړیکو د پیاوړتیا اغېزناک ګامونه

2025-12-15

د ملي پرمختګ او د نړیوالو اړیکو د پیاوړتیا اغېزناک ګامونه

 

د تېرې اونۍ د وروستيو پرمختګونو لنډیز:

 

په وروستیو ورځو کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو اړیکو، د پرمختیايي پروژو د پلي کولو او د ځوانانو د ظرفیت لوړولو په برخو کې مهم اقدامات کړي او د پام وړ لاسته‌راوړنې یې لرلې دي.

د افغانستان اسلامي امارت رئیس‌الوزرا په یو رسمي مراسمو کې په افغانستان کې د قطر د نوي سفیر باورلیک ومانه. نوموړي د قطر له همکارۍ مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې دا ګام به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د لا پیاوړتیا او د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا سبب شي.

د ملي تدارکاتو کمېسیون د څه باندې یو میلیارد او ۵۳۸ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۱ پروژې منظورې کړې. په دغو پروژو کې د کابل او غور د هوايي ډګرونو د ځینو برخو بیا رغونه، د سړکونو جوړول او ترمیم، د برېښنا د سب‌سټېشنونو جوړول او نصب، او د کانونو د تجهیزاتو تدارک شامل دي.

همداراز، اسلامي امارت له ایران سره د درملو او طبي تجهیزاتو د تولید او صادرولو په برخه کې خپلې همکارۍ پراخې کړې دي. د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د ایران د عامې روغتیا وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې په دې برخه کې د اوږدمهاله همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې له ۲۵ سلنه پرمختګ سره روانې دي، چې د ۲۵ زره هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو او د یو مېګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.

په کندهار کې د ۵۰۲ میلیونه افغانیو په لګښت د بار وړونکي ترمینل جوړول د ترانسپورتي سیستم تنظیم، د لوژستیکي خدمتونو ښه‌والی او د نویو کاري فرصتونو رامنځته کول تضمینوي.

په پروان ولایت کې د ۲۲۰/۲۰ کیلوولټه سب‌سټېشن جوړول، چې شاوخوا ۳۶۰ میلیونه افغانۍ لګښت لري، د برېښنايي بنسټونو پیاوړتیا، صنعتي ودې او پانګونې ته زمینه برابروي. دغه پروژې په ټولیز ډول اقتصادي وده، صنعتي پرمختګ او د بنسټیزو خدمتونو ښه‌والی پیاوړی کوي.

همدارنګه، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د انسټیټیوټ د ۳۵۰۰ محصلانو د فراغت مراسم ترسره شول. د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال په دې مراسمو کې محصلان وهڅول او د هېواد د آبادۍ په برخه کې یې د هغوی رول مهم وباله.

د اروپايي ټولنې د ملکي ساتنې او بشري مرستو د عملیاتي چارو رئیس له د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال سره په لیدنه کې د افغانستان له خلکو سره د مرستو پر دوام ټینګار وکړ. په دې لیدنه کې د بشري مرستو، د کډوالو د بېرته ستنېدو او د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو موضوعات وڅېړل شول.

په یو بې‌ساري اقدام کې، د لوګر ولایت کې د امر بالمعروف ریاست په هڅو ۱۴ ښځې چې د کورني تاوتریخوالي قربانیانې وې، ژغورل شوې. له دې ډلې یوه ښځه چې تر ۵۰ کلونو زیات په کورني بند کې ساتل شوې وه، ازاده شوه، او همدارنګه د درې جبري ودونو مخه ونیول شوه.

وروستي بدلونونه ښيي چې اسلامي امارت په یو وخت کې د نړیوالو اړیکو پیاوړتیا، د بنسټیزو پروژو پراختیا، او د ټولنې او ځوانانو ملاتړ ته ځانګړې پاملرنه کوي. د پرمختیايي پروژو، سیمه‌ییزو همکاریو او د ښځو د ملاتړ په برخه کې عملي اقدامات د هېواد د آبادۍ، عامه هوساینې او پایدار پرمختګ لپاره د حکومت د جدي ارادې څرګندونه کوي.

 د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز 

شریک یی کړی