د ریاست الوزراء اداري مرستیال د کابل ولایت مقام مخې ته د موټرو د هوایي پله ودانیزو چارو د پرانیستې مراسمو کې ګډون او وینا وکړه
2025-12-31
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د کابل ولایت مقام مخې ته د موټرو د هوایي پله ودانیزو چارو د پرانیستې مراسمو کې ګډون او وینا وکړه
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې له صدارت څلور لارې څخه تر جوی شیر پورې غځېدلي هوايي پله د ودانیزو چارو د پرانیستې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
په دغو مراسمو کې چې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، د کابینې یو شمېر غړو او د دولتي ادارو مسؤلینو هم حضور درلود، په پیل کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال د کابل ښاروالۍ د هڅو او عملي اقداماتو قدرداني وکړه.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت له لوري د هیواد د انکشافي او اقتصادي پلانونو او برنامو په اړه معلومات هم ورکړل.
نوموړي د کابل ښار په زړه کې د دې سترې پروژې پر پرانیستې خوښي څرګنده کړه وې ویل، په روان کال کې د کابل ښاروالۍ له لورې ۲۵۸ انکشافي پروژې د پلي کېدو په حال کې دي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د انکشافي پروژو د تطبیق او ټولنیزې هوساینې د ایجاد په برخه کې د اسلامي امارت د برنامو ډاډ ورکړ او له ټولو هیوادوالو یې وغوښتل چې د ښار د زرغونتیا او پاک ساتلو په برخه کې له مسؤلینو سره همکاري وکړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کابل ښاروالۍ د بېلابېلو برنامو له هغې ډلې د ترافیکي اشارو او لوحو او لارښودو تابلوګانو د نصبولو او د ښار د زرغونتیا او ښکلا لپاره د موټرو د تمځایونو جوړولو قدرداني وکړه او زیاته یې کړه، کابل ښاروالي توانېدلی په کابل ښار کې تر ۳۵۰ کلیومترو پورې اصلي او فرعي واټونه تکمیل او ګټې اخیستنې ته وسپاري.
د یادولو وړ ده یاد هوايي پُل چې صدارت څلور لار د جوی شیر سړک سره وصلوي ۲۸۳ متره اوږدوالی او ۱۸ متره پلن والی لري چې پر جوړولو یې ۴۶۲ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.#