د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، د خپلواکو خبریالانو اتحادیې له رئیس سره وکتل
2026-01-26
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، د خپلواکو خبریالانو اتحادیې له رئیس سره وکتل
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني، د دوشنبې په ورځ (۶ سلواغه ۱۴۰۴) د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د اتحادیې له رئیس، محترم حجت الله مجددي سره، پخپل کاري دفتر کې وکتل.
په پیل کې محترم حقاني، د افغانستان د خپلواکو خبریالانو اتحادیې رئیس ته د ښه راغلاست تر څنګ، د امارتي ادارو، رسنیو او رسنیزو بنسټونو تر منځ، د همکارۍ او همغږۍ پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.
دغه راز، ښاغلي حقاني، د رسنیزو فعالیتونو د ښه مدیریت، د کره او پر وخت معلوماتو د خپرېدو، د خبریالانو د مسلکي وړتیا لوړولو او د رسنیزو اصولو د رعایت په اړه مفصلې خبرې وکړې.
د رسنیو مرکز رئیس وویل، چې دغه مرکز به له امارتي ادارو، رسنیو، رسنیزو بنسټونو او خبریالانو سره خپله رغنده همکاري دوامداره وساتي، ترڅو له دې لارې د نظام د لاسته راوړنو د پراخ انعکاس لپاره زمینه برابره، د عامه پوهاوي کچه لوړه او د ملي ګټو د خوندیتوب لپاره، اغېزناک ګامونه اوچت شي.
همدارنګه، د خپلواکو خبریالانو د اتحادیې رئیس، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز له هڅو او همکاریو مننه وکړه او په اړونده برخو کې یې د خپلې بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
په پای کې دواړو لورو د ګډو همکاریو پر لا پراختیا او دوام ټینګار وکړ.