--> News
GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي | د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه
تازه خبرونه

اسلامي امارت: د نشه يي توکو کرکېله او قاچاق نږدې صفر ته رسېدلي

اسلامي امارت: د نشه يي توکو کرکېله او قاچاق نږدې صفر ته رسېدلي

2025-02-20

اسلامي امارت له افغانستانه د نشه يي توکو د قاچاق د کچې لوړېدو په تړاو د یوه ایراني چارواکي د څرګندونو په غبرګون کې وايي، دمګړۍ په هېواد کې د نشه يي توکو د کرکېلې او قاچاق کچه نږدې صفر ته رسېدلې ده.

د اسلامي امارت ویاند وایي، کابل له تهران سره پر خپلو کړو ژمنو ولاړ دی

د اسلامي امارت ویاند، محترم مولوي ذبیح الله مجاهد وایي: موږ د هر ډول قاچاق مخه نیسو، نشه يي توکي په افغانستان کې له منځه تللي، او د نشه يي توکو کرکېله او قاچاق نږدې صفر ته رسېدلی.

تر دې وړاندې د ایران د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال علي اکبر پورجمشیدیان له افغانستان او پاکستان سره په ګډو پولو کې د نشيي توکو پر قاچاق اندېښنه څرګنده کړې وه او ادعا یې کړې وه چې، لا هم په افغانستان کې د نشه يي توکو زیرمې شته.

د سياسي چارو شنونکی فضل‌ الرحمن اوريا وايي: په ايران کې فعالې مافياوې د نشه يي توکو سترې زېرمې لري، او اوس هم ورته لاسرسی لري، خو که دواړه هېوادونه وکولای شي چې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه متقابله همغږي او همکاري زياته کړي، نو دا به اغېزمنه تمامه شي.#

شریک یی کړی