GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي

د افغانستان د رسنیو معلوماتي لارښود کتاب د کارونې او ارزونې معلوماتي ورکشاپ تر سره شو

د افغانستان د رسنیو معلوماتي لارښود کتاب د کارونې او ارزونې معلوماتي ورکشاپ تر سره شو

2026-04-29

په دې ناسته کې د رسنیو مرکز د رهبرۍ تر څنګ، د امارتي ادارو د نشراتو رئیسانو، د رسنیو او رسنیزو بنسټونو مسئولینو هم ګډون کړی وو.

په پیل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ؛ د افغانستان د رسنیو معلوماتي لارښود کتاب د چاپ د اړتیا، اهمیت او موخو په اړه. هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.


محترم حقاني وویل: تر دې وړاندې په هېواد کې د فعاله رسنیو کره احصائیه نه وه معلومه، په همدې اساس د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز اړینه وبلله چې د هېواد په کچه د فعاله رسنیو په اړه معلومات راټول او د رسنیو معلوماتي لارښود کتاب چاپ کړي، تر څو د رسنیو کره احصائیه معلومه او په اړه یې د امارتي ادارو د مسئولینو معلومات زیات شي.


ښاغلي حقاني زیاته کړه، چې په یاد کتاب کې د هېواد په سطحه ټولې فعالې رسنۍ راټولې شوې دي او کله چې امارتي ادارو ته ووېشل شي، نو د رسنیو په اړه به د مسئولینو معلومات زیات او د دواړو لورو ترمنځ به د همکارۍ او همغږۍ کچه لوړه شي.


وروسته، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مرستیال، محترم حشمت الله ناصري، د کتاب لپاره له ادارو او رسنیو څخه د معلوماتو راټولولو، ترتیب، تدوین او چاپ لړۍ په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل او د بلې ګڼې د لا غنامندۍ په اړه یې د ګډونوالو د نظرونو غوښتنه وکړه.


دغه راز، د امارتي ادارو نشراتي مسئولینو او د رسنیو مسئولینو هم پخپل وار خبرې وکړې، د رسنیو معلوماتي لارښود کتاب یې د فعالو رسنیو د کره ارقامو او له امارتي ادارو سره د همغږۍ زیاتوالي برخه کې یو مهم اقدام وباله. هغوی د یاد کتاب د محتوا د لا غنامندۍ په اړه خپل نظرونه د رسنیو مرکز له رهبرۍ سره شریک کړل.


د رسنیو مرکز رهبرۍ د کتاب د لا غنامندۍ په اړه، د ګډونوالو نظرونه او وړاندیزونه ارزښتناک وبلل وې ویل چې د کتاب په نوې نسخه کې به یې تر خپله وسه ځای پر ځای کړي.


ناسته ولس او نظام ته د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

شریک یی کړی