GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ترافیکي چارو د تنظیم او د ترافیکي پېښو د کموالي لپاره ځانګړې غونډه ترسره شوه | د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل

د افغانستان او قزاقستان اقتصادي نږدېوالی؛ د سیمه‌ییز اتصال او سوداګریزې ودې نوی فصل

د افغانستان او قزاقستان اقتصادي نږدېوالی؛ د سیمه‌ییز اتصال او سوداګریزې ودې نوی فصل

2026-06-22

د افغانستان او قزاقستان اقتصادي نږدېوالی؛ د سیمه‌ییز اتصال او سوداګریزې ودې نوی فصل

 

کله چې د هېوادونو ترمنځ اړیکې له سیاسي خبرو اترو څخه د اقتصادي همکاریو عملي ډګر ته داخلېږي، نو پایلې یې یوازې د سوداګرۍ په ارقامو کې نه، بلکې د ملتونو په هوساینې، ثبات او پرمختګ کې هم څرګندېږي.

 

 د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي وروستی سفر کابل ته د همدې حقیقت څرګندونه کوي؛ داسې سفر چې کولی شي د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اړیکو په تاریخ کې د یوه نوي او اغېزناک فصل بنسټ کېږدي.

په وروستیو کلونو کې افغانستان هڅه کړې چې د سیمې د اقتصادي همکاریو، سوداګریزو دهلېزونو او ترانزیټي شبکو په مرکز بدل شي. له همدې امله د قزاقستان په څېر د یوه مهم اقتصادي شریک لېوالتیا، چې غواړي له افغانستان سره خپلې سوداګریزې او پانګوالې اړیکې لا پراخې کړي، د هېواد د اقتصادي راتلونکي لپاره یو مهم او هیله‌بښونکی پرمختګ بلل کېږي.

د افغان ـ قزاق اقتصادي فورم جوړېدل، د ګډې سوداګرۍ خونې پرانیستل، په کابل کې د قزاقستاني درملو د پلور مرکز رامنځته کول، د بانکي همکاریو پراختیا، د کانونو په سکتور کې د پانګونې لېوالتیا او د اوسپنې پټلۍ د لویو پروژو په اړه بحثونه، ټول هغه عملي ګامونه دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د نوې مرحلې زېری ورکوي.

قزاقستان، چې د منځنۍ اسیا له مهمو اقتصادي قدرتونو څخه شمېرل کېږي، افغانستان د سیمې د یوه مهم او ستراتیژیک شریک په توګه ارزوي. دا لیدلوری د دې ښکارندویي کوي چې د افغانستان جغرافیایي موقعیت، طبیعي سرچینې او ترانزیټي ظرفیتونه ورځ تر بلې د سیمې د هېوادونو پام ځانته رااړوي. همدا لامل دی چې دواړه هېوادونه د درې میلیارده ډالرو سوداګریزې کچې د ترلاسه کولو لپاره د اقتصادي همکاریو د لار نقشې پر چټک نهايي کېدو ټینګار کوي.

د افغانستان لپاره دا یو ستر فرصت دی چې له قزاقستان او نورو سیمه‌ییزو شریکانو سره د کرنې، صنعت، کانونو، ترانسپورټ، انرژۍ او سوداګرۍ په برخو کې ګډې پروژې پیاوړې کړي. هره نوې پانګونه، هره نوې سوداګریزه هوکړه او هر نوی ترانزیټي دهلېز نه یوازې اقتصادي ارزښت لري، بلکې د کارموندنې، تولید، صادراتو او ملي عوایدو د زیاتوالي لپاره هم زمینه برابروي.

نن د سیمې اقتصادي نقشه د بدلون په حال کې ده او افغانستان کولای شي د دغه بدلون یو فعال او اغېزناک لوبغاړی وي. د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي سفر دا پیغام لري چې افغانستان نور یوازې یو مصرفي بازار نه، بلکې یو مهم اقتصادي شریک، د ترانزیټي اتصال مرکز او د پانګونې لپاره یو له پام وړ فرصتونو څخه ګڼل کېږي.

که د دواړو هېوادونو ترمنځ شوې ژمنې په عملي اقداماتو واوړي او اقتصادي تفاهمات د تطبیق پړاو ته داخل شي، نو دا به نه یوازې د کابل او آستانې ترمنځ اړیکې لا ژورې او پیاړوړې کړي، بلکې افغانستان به د سیمه‌ییزې همکارۍ، اقتصادي ودې او پایدار پرمختګ په لور لا غښتلې ګامونه واخلي.

 

شریک یی کړی