GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ترافیکي چارو د تنظیم او د ترافیکي پېښو د کموالي لپاره ځانګړې غونډه ترسره شوه | د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل

د امارتي ادارو د لاسته راوړنو د ښه انعکاس په موخه د رسنیو له مسئولینو او استازو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د امارتي ادارو د لاسته راوړنو د ښه انعکاس په موخه د رسنیو له مسئولینو او استازو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

2026-06-24

د امارتي ادارو د لاسته راوړنو د ښه انعکاس په موخه د رسنیو له مسئولینو او استازو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 

 د امارتي ادارو د لاسته راوړنو د لا ښه او اغېزناک انعکاس په موخه، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د کورنیو او بهرنیو رسنیو له مسئولینو او استازو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

د ناستې په پیل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني، د رسنیو پر ارزښت او رول خبرې وکړې او ویې ویل چې رسنۍ د امارتي ادارو د فعالیتونو، لاسته راوړنو او خدمتونو په انعکاس او ولس ته د معلوماتو په رسولو کې مهم او بنسټیز رول لري. نوموړي همداراز د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو له مرکز سره د رسنیو د دوامدارې همکارۍ مننه وکړه او د متقابل تعامل او نږدې همغږۍ پر لا پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.

محترم حقاني د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د نوښتونو او نوو پروګرامونو په اړه هم معلومات وړاندې کړل او څرګنده یې کړه چې د دغو نوښتونو عملي کېدل به رسنیو ته د اطلاعاتو د لاسرسي په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي او د هغوی د نشراتي فعالیتونو د لا پیاوړتیا او اغېزمنتیا لامل به شي.

د غونډې په ترڅ کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مرستیال، محترم حشمت الله ناصري، د امارتي ادارو د اطلاعاتو د شریکولو د میکانیزم په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل او د یاد میکانیزم د بریالي تطبیق لپاره یې د رسنیو د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

په پای کې د رسنیو مسئولینو او استازو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز له نوښتونو او د اطلاعاتو د شریکولو له نوي میکانیزم څخه خپل رضایت څرګند کړ او د دغو پروګرامونو د لا بډاینې، اغېزمنتیا او پراختیا لپاره یې خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

شریک یی کړی