GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي

افغانستان په تېرو ۱۰ میاشتو کې د ۵۱۸ میلیون ډالرو په ارزښت د وچې میوې صادرات لرل

افغانستان په تېرو ۱۰ میاشتو کې د ۵۱۸ میلیون ډالرو په ارزښت د وچې میوې صادرات لرل

2025-02-22

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې په تېرو ۱۰  میاشتو کې افغانستان بېلابېلو هېوادونو ته د ۵۱۸ میلیون ډالرو په ارزښت وچې میوې صادرې کړې دي. د یادې خونې د مسئولینو په وینا، د صادراتو ډېری برخه جلغوزي دي چې پر نورو هېوادونو سربېره، زیاته برخه یې چین ته صادره شوې ده.

دغه راز، د صنعت اوسوداګرۍ وزارت ویلي چې په تېر کال کې د ۱۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د جلغوزیو د صادارتو حجم ۹۷۰ ټنو ته رسېدلی وو. د یاد وزارت مسئولین وایي چې د جلغوزیو ډېری صادرات د سیمې او کاونډ هېوادونو ته تر سره شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبد السلام جواد اخوندزاده وایي: په ۲۰۲۴ م کال کې د ۱۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د جلغوزیو صادرات ۹۷۰ ټنه وو او د چین، پاکستان، هندوستان، سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، انګیستان او نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د اقتصادي وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري زیاتوي، د اسلامي امارت سیاست صادرات محوره دی. که اوسمهال واردات هم شتون لري د افغانستان د خلکو د اړتیا په اساس دی. د دې سیاست پر بنسټ، مونږ د وچې مېوې په برخه کې یوازې چین ته د څه باندې پنځه میلیون ډالره صادراتو پراختیا د بېلګې په توګه یادولی شو.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان ډیری صادراتي توکي معدني مواد، پنبه، طبي بوټي، وچې او تازه میوې، غالۍ او زعفران دي.#

شریک یی کړی