GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د عامه او ستراتیژیکو اړیکو معاونیت

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبر
په ۹ولایتونو کې د راستنو شویو لپاره څه باندې ۲۸ زره جریبه ځمکه تثبیت شوې | اسلامي امارت: د نشه يي توکو کرکېله او قاچاق نږدې صفر ته رسېدلي | د افغانستان اسلامي امارت رئيس الوزراء د ايران اسلامي جمهوریت د بهرنيو چارو وزير سره وکتل
تازه خبر

۴۵ زره راستنو شویو ته کاري فرصتونه برابر شوي دي

۴۵ زره راستنو شویو ته کاري فرصتونه برابر شوي دي

2025-02-22

په تېرو درې کلونو کې له مختلفو هېوادونو څخه څه باندې ۴۵ زره راستنو شویو افغانانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې د راستنېدونکو د اقتصادي ملاتړ په موخه، په دولتي او خصوصي سکتورونو کې کاري فرصتونه رامنځته شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند، عبدالمطلب حقاني زیاتوي، چې په وروستیو درې کلونو کې په دولتي او خصوصي سکتورونو کې د ۴۵ زره او ۷۰۰  کسانو لپاره کاري فرصتونه ایجاد شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو درې کلونو کې څه باندې څلور میلیونه کسان له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته رالېږل شوي دي.#

Share this article