GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د عامه او ستراتیژیکو اړیکو معاونیت

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبر
په ۹ولایتونو کې د راستنو شویو لپاره څه باندې ۲۸ زره جریبه ځمکه تثبیت شوې | اسلامي امارت: د نشه يي توکو کرکېله او قاچاق نږدې صفر ته رسېدلي | د افغانستان اسلامي امارت رئيس الوزراء د ايران اسلامي جمهوریت د بهرنيو چارو وزير سره وکتل
تازه خبر

د ترکیې د بشري مرستو جوپه افغانستان ته راورسېده

د ترکیې د بشري مرستو جوپه افغانستان ته راورسېده

2025-02-20

د ترکیې د بشري مرستو ۲۱مه جوپه، چې څه باندې ۷۰۰ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکي پکې شامل دي، د هرات د تورغونډۍ بندر له لارې افغانستان ته راورسېده.

د بشري مرستو دې ۷۲۴ ټنه جوپه کې څلور زره کېږدۍ، درې زره کمپلې، پنځه زره کڅوړې د پخلنځي وسایل، لس زره کڅوړې خوراکي او ځینې نور روغتیايي توکي شامل دي.

د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې سرمنشي، شوکرو جان وایي، چې دا مرستې د ترکیې ولسمشر په ملاتړ او د پېښو پر وړاندې د چمتووالې ادارې، سرې میاشتې او نورو ترکي خیریه بنسټونو له لوري راټولې شوي او د افغانستان خلکو ته را لېږل شوي دي. دا مرستې د افغانستان له خلکو سره د ترکیې ملت د دوستۍ او مینې څرګندونه کوي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسئولین وایي، چې په دې کمکي جوپه کې ۴ زره خېمې او نور خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي. دغه مرستې به په ۳۴ ولایتونو او اوو زونونو کې د افغانستان اړمنو خلکو ته و وېشل شي.

ترکي مسوولینو له افغانستان سره د دغه هېواد د بشرپاله مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

دا په تیرو دریو کلونو کې افغانستان ته د ترکیې د مرستو ۲۱مه جوپه ده. ترکي چارواکو دا مرسته د نېکۍ قطار بللی او ویلي یې دي چې هدف یې د ترکیې د خلکو او حکومت لخوا په افغانستان کې د اړمنو خلکو ملاتړ کول دي.#

Share this article