په ۹ولایتونو کې د راستنو شویو لپاره څه باندې ۲۸ زره جریبه ځمکه تثبیت شوې

2025-02-20
د کور او ښار جوړولو وزارت هېواد ته د راستنو شویو افغانانو لپاره، د هېواد په ۹ ولایتونو کې ۲۸ زره او ۱۱۶ جریبه ځمکه تثبیت کړې ده.
د دغه وزارت ویاند کمال افغان وايي چې، په دغو ځمکو د سروې کار له پای ته رسېدو وروسته، ښارګوټي جوړېږي او له هغې وروسته به تازه راستنو شویو افغانانو ته د وېش بهیر پیل شي.
نوموړی ند زیاتوي، په نورو ولایتونو کې هم راستنو شویو هېوادوالو ته د ځمکې د تثبیت بهیر دوام لري.
د هېواد په ۹ ولایتونو کې راستنو شویو هېوادوالو ته د ښارګوټو د جوړولو په موخه مشخص شوې ځمکې په دې ډول دي، په کابل کې ۱ زرو ۱۳۸ جریبه ځمکه، په پنجشېر کې ۷۰۸ جریبه ځمکه، په بامیانو کې ۱۸۷ جریبه ځمکه، په کندهار کې ۶ زره جریبه ځمکه، په غزني کې ۵ زره او ۸۸۰ جریبه ځمکه، په ارزګان کې ۲ زره جریبه ځمکه، په فراه کې ۵ زره او ۵۰۰ جریبه ځمکه، په جوزجان کې ۵ زره او ۳ جریبه ځمکه او په سمنګانو کې ۱ زرو ۷۰۰ جریبه ځمکه.
د رسمي ورکړل شویو معلوماتو لهمخې، په تېر یوه کال کې د ګاونډیو او سیمې له هېوادونو څه باندې ۲۰۰ زره افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.#