GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د عامه او ستراتیژیکو اړیکو معاونیت

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبر
په ۹ولایتونو کې د راستنو شویو لپاره څه باندې ۲۸ زره جریبه ځمکه تثبیت شوې | اسلامي امارت: د نشه يي توکو کرکېله او قاچاق نږدې صفر ته رسېدلي | د افغانستان اسلامي امارت رئيس الوزراء د ايران اسلامي جمهوریت د بهرنيو چارو وزير سره وکتل
تازه خبر

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا درې میلیارده افغانیو په ارزښت یوشمېر پروژې منظورې کړې

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا درې میلیارده افغانیو په ارزښت یوشمېر پروژې منظورې کړې

2025-02-22

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا درې میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۷ پروژو قراردادونه منظور او د ۹ نورو یې تعدیل کړل.

د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته چې په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم ۳۲ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې چې له جملې یې د ۱۷ پروژو قراردادونه منظور، د ۹ تعدیل او دوې پروژې د تدارکاتي مراحلو د ستونزو له امله رد شوې او په اړه یې اړوندو مسئولینو ته سپارښتنه وشوه، څو یې د تدارکاتي پروسې د ټولو اصولو په پام کې نیولو سره بیاځلي سال‌های طولانی تا الحال ازادې داوطلبۍ ته وړاندې کړي.

همدارنګه د څلورو پروژو د قراردادونو د قېمتونو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، چې له ګټوونکو شرکتونو سره مجلس ترسره او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د کابل ولایت د ارغندۍ ترانسپورټي ترمینل جوړول، د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د باروړونکو موټرو تم‌ځای جوړول، د آقینې – اندخوی او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ پروژو ترمیم، په کندهار، هلمند او فراه ولایتونو کې د نوري فایبر لین غځول، د کابل ښار د یوشمېر داخلي سړکونو اساسي جوړول، په بېلا بېلو ولایتونو کې د برېښنا په برخه کې د شته پروژو د پاتې چارو بشپړول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي چې د اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.#

Share this article