GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د قطر هېواد له رئیس الوزرا سره وکتل

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د قطر هېواد له رئیس الوزرا سره وکتل

2025-02-22

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند قطر هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له رئیس الوزراء محترم محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره وکتل.

په دې کتنه کې د افغانستان او قطر هېواد ترمنځ د اړیکو او اقتصادي مسایلو او د حکومت او خصوصي سکټور له لوري د پانګونې د موضوعاتو په اړه بحث او ټینګار وشو.#

شریک یی کړی