GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د عامه او ستراتیژیکو اړیکو معاونیت

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبر
په ۹ولایتونو کې د راستنو شویو لپاره څه باندې ۲۸ زره جریبه ځمکه تثبیت شوې | اسلامي امارت: د نشه يي توکو کرکېله او قاچاق نږدې صفر ته رسېدلي | د افغانستان اسلامي امارت رئيس الوزراء د ايران اسلامي جمهوریت د بهرنيو چارو وزير سره وکتل
تازه خبر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، په کابل کې د صدا او سیما خبري اژانس له دفتر څخه لیدنه وکړه

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، په کابل کې د صدا او سیما خبري اژانس له دفتر څخه لیدنه وکړه

2025-03-02

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني هراتي او مل پلاوي یې په کابل کې د صدا او سیما خبري اژانس له دفتر څخه لیدنه وکړه.

په پیل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مرستیال، محترم حشمت الله ناصري، د لیدنې د موخو او اهدافو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل وې ویل: د رسنیو مرکز رهبرۍ له رسنیو څخه د لیدنو لړۍ پیل کړې، څو اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې له نېږدې څخه د رسنیو ستونزې او مشکلات واوري او د حل لپاره یې مناسبې لارې ولټوي.

وروسته، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني هراتي، خبرې وکړې وې ویل: د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي اصولو په رڼا کې د بیان ازادۍ  او رسنیو فعالیت ته ژمن دی او د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د امارتي ادارو، کورنیو او بهرنیو رسنیو ترمنځ د یوه ارتباطي پله په توګه تل هڅه کړې چې په هېواد کې رسنیز فعالیتونه پیاوړي، د امارتي اداور او رسنیو مسئولینو ترمنځ د همکارۍ او تعامل کچه پراخه او اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د خبریالانو ستونزو ته په وخت رسېدنه وشي.

ښاغلي حقاني، په کابل کې د صدا او سیما خبري اژانس له مسئولینو غوښتنه وکړه، چې پر حقایقو ولاړو راپورونو او خبرونو په خپرولو سره د افغانستان ريښتینی او اصلي تصویر نړۍ ته وړاندې کړي.

دغه راز، په کابل کې د صدا او سیما اژانس د دفتر مسئول، محترم بهنام یزداني، د رسنیو مرکز رئیس او مل پلاوي ته یې ښه راغلاست ووایه او په افغانستان کې یې د دغه اژانس د رسنیزو فعالیتونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي یزداني، د دوه اړخیزې همکارۍ د پیاوړتیا په موخه، له رسنیو څخه د رسنیو مرکز رهبرۍ د لیدنې ستاینه وکړه او دغه چاره یې د مرکز او رسنیو ترمنځ د تعامل کچې لوړولو برخه کې ښه اقدام وباله.

په پای کې دواړو لوریو د ورته ناستو او تعامل کچې پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.#

Share this article