د حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۴ کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې

2025-03-06
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسئولینو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د حج پروسه کې د افغانانو د ګډون سهمیې او لګښتونو په اړه، له رسنیو سره معلومات شریک کړل.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست، محترم شیخ الحدیث سرمحقق دوکتور نور محمد ثاقب په یاد خبري کنفرانس کې وویل: د ۱۴۰۴ هـ ش کال د حج پروسه کې له سعودي عربستان څخه د افغانستان لپاره، ۳۰ زره د حج سهمیه اخیستل شوې او د لازیاتې سهمیې اخیستلو لپاره هڅې روانې دي.
محترم ثاقب زیاته کړه، چې ترلاسه شوې سهمیه په شفاف او عادلانه ډول په ټول هېواد کې د حج پر متقاضیانو وېشل شوې ده. همدارنګه، د مجاهدینو، امارتي ادارو، د شهیدانو وارثانو، معلولینو او په ایران، پاکستان او نورو هېوادونو کې د مهاجرینو لپاره هم سهمیې په جلا جلا توګه مشخصې شوي دي.
د محترم ثاقب په وینا، حاجیانو ته د حج مناسکو د ښوونې په موخه، مرکز او لایتونو کې له علماوو څخه ازموینه اخیستل شوې او بریالي کسان به د معلمینو په توګه له هغوی سره یو ځای سعودي عربستان ته ولېږل شي. دغه راز، افغان حاجیانو ته د لا اسانتیا په موخه، د حنفي مذهب مطابق د حج لارښود کتابونه په پښتو او دري ژبو چاپ شوي دي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست د خپلو خبرو په دوام وویل: سعودي عربستان ته د حاجیانو د لېږد او رالېږد لپاره، له اریانا افغان امارتي او کام ایر خصوصي شرکتونو سره تړونونه لاسلیک شوي دي.
په همدې ډول، سعودي عربستان ته د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د لېږل شوي هیئت له لوري د حاجیانو لپاره د استوګنې، خوړو، ترانسپورت او نورو برخو کې اړین قراردادونه په وخت ترسره شوي دي.
د محترم ثاقب د معلوماتو له مخې، په مکه مکرمه او مدینه منوره کې د ټولو حاجیانو لپاره په مناسبو ساحو کې استوګنځي نیول شوي او په مدینه منوره کې د حاجیانو له غوښتنې سره سم د درې وخته ډوډۍ انتظام هم شوی دی.
د محترم ثاقب په خبره، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت تل هڅه کړې چې د حاجیانو اقتصادي وضعیت ته په کتو، په کمو او مناسبو لګښتونو د حاجیانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. په همدې اساس د اضافي مصارفو تر مخنیوي وروسته، د حج او اوقافو وزارت، په ۱۴۰۴ لمریز کال کې د یو تن حاجي لګښت ۲۸۲۰۹۰ افغانۍاو د حج د ټولې پروسې لګښت ۸۲۷۸۷۷۷۳۲۰ افغانۍ ټاکلی دی.#