GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي

د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

2025-03-13

د اداري کمېسيون غونډه د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.

په غونډه کې، لومړی مؤظفو کمېټو د کمېسيون له لوري د ورسپارل شويو دندو په اړه د خپلو فعاليتونو او کړنو راپورونه وړاندې کړل.

وروسته د اطلاعاتو فرهنګ او عامې روغتیا وزارتونو ، د چارو ادارې عمومي ریاست او د امارتي شرکتونو ریاست د اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه او د یادو زمینو په اړه  لازم تصميمونه ونيول شول.#

شریک یی کړی