GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي

ډاکټر ملا عبدالواسع: اسلامي امارت د ټولو اقشارو د ستونزو حل لپاره هڅه کوي

ډاکټر ملا عبدالواسع: اسلامي امارت د ټولو اقشارو د ستونزو حل لپاره هڅه کوي

2025-03-09

د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د کابل ښار د سوداګرو او کسبګرو د ملاتړ ټولنې رئیس او غړو سره وکتل.

په دې لیدنه کې، لومړی د کابل ښار د سوداګرو او کسبګرو د ملاتړ ټولنې د حقوقي ستونزو د حل رئیس محترم حاجي طاهر نوري او ملي سوداګر محترم حفیظ احمد فضلي د یادې ټولنې د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او په مختلفو برخو کې یې خپلې ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس سره شریک کړل.

د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، اسلامي امارت د ټولنې د ټولو اقشارو د ستونزو حل لپاره هڅه کوي او مطرح شوې ستونزې او وړاندیزونه به د حل په موخه له اړوندو مراجعو سره شریک کړي.#

شریک یی کړی