--> News
GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي | د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه
تازه خبرونه

د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو انستیتیوت محصلینو د فراغت په مراسمو کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال ګډون او وینا

د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو انستیتیوت محصلینو د فراغت په مراسمو کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال ګډون او وینا

2025-12-03

د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو انستیتیوت محصلینو د فراغت په مراسمو کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال ګډون او وینا 
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو انستیتیوت څخه د درې زره او پنځه سوه تنه محصلینو د فراغت په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
په پیل کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال د دغو مراسمو د جوړولو مننه وکړه او ټولو محصلینو، د دوی کورنیو، استادانو او د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو انستیتیوت مسئولینو ته يې مبارکي وويله او هیله یې څرګنده کړه چې دغه ځوانان وکولی شي د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا ترڅنګ د هیواد په پرمختګ کې خپله ونډه ادا کړي. 
محترم مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه، له نیمې پېړۍ تحمیلي جنګونو، نظامي مبارزې او د زیاتو قربانیو او تکلیفونو په زغملو سره زموږ په ګران هیواد کې امنیت او ارامي راغلي، ځان ځاني او ګډوډي په بشپړه توګه له منځه تللې، افغانان په متحدانه ډول په واحد صف کې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د پراختیا او ودې په حال کې حرکت کوي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړه، د اسلامي امارت ټولې هڅې پر ابادۍ متمرکزې دي، څرنګه مو چې افغانستان له اشغال څخه ازاد کړ په هماغه ډول به یې اباد کړو، موږ د هیواد د ازادۍ او ابادۍ لپاره راغلي یوو او باوري یوو چې افغانستان له افغانانو پرته بل هیڅ بېګانه نه ابادوي.
نوموړي زیاته کړه، د تپل شویو جنګونو له امله د هیواد زېربناوې له منځه تللي او د اشغال په تېرو شلو کلونو کې ورته هیڅ راز بنسټیز کار نه دی شوی، خو د اسلامي امارت په حاکمیت سره امنیت تأمین شوی او په بېلابېلو برخو کې انکشافي چارې په چټکۍ سره روانې دي، همداراز د کرنې، ټکنالوژۍ، تحصيلي نظام او د روغتیا د ودې په برخو کې لازم ګامونه اخیستل شوي دي. 
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د خپلو خبرو په پای کې ځوانان ته د علومو د زده کړې او مهارتونو د ترلاسه کولو په برخه کې د لازمو اسانتیاو د برابرولو ډاډ ورکړ وې ویل، د اسلامي امارت مسئولین هڅه کوي د هیواد ځوانان د علم په ګاڼه سنبال او د اسلامي نظام، ملت او هیواد د خدمت مصدر وګرځي.

شریک یی کړی