د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه وکړه
2025-12-28
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه وکړه
له راستنو شویو کډوالو سره د مرستو بهیر د لا ښه والي او د ځکمو توزیع بهیر د چټکتیا په اړه، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی، د تازه لارښوونو د ښه تطبیق په موخه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون، د ریاست الوزراء اداري مرستیال، محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یاد کمېسیون د ټولو اعضاوو په ګډون، غونډه وکړه.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی څو ورځې وړاندې په کندهار کې د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدني عالي کمېسیون مشرتابه او د یاد کمېسیون له غړو سره په جلا ناستو کې، هغوی ته لارښوونه وکړه چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له زېرمو څخه اجباري رااېستل شویو کورنیو ته غنم او نغدي مرستې ووېشي. همدارنګه افغاني سره میاشت او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره دې له خپلو شته امکاناتو څخه په استفادې د روان ژمي لپاره هغوی ته مرستندویه بستې برابرې او پرې ووېشي.
همداراز، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی، د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مسئولینو ته لارښوونه وکړه چې راستنو شویو کډوالو ته د سرپنا لپاره د ښارګوټو جوړولو او د ځمکو د وېش بهیر چټک کړي. ټولو جبري اخراج شویو کډوالو کورنیو ته دې د ځمکو توزیع چټکه شي.
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون په دې غونډه کې له راستنو شویو کډوالو سره د مرستو بهیر د چټکتیا په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی، د لارښوونو د ښه تطبیق په موخه په میکانیزمونو بحث او مهمې پرېکړې وکړې چې له امله به یې د اړوندو دولتي ادارو او همدارنګه د خیریه بنسټونو له لوري له راستنو شویو کډوالو سره، د مرستو بهیر لا ښه او چټک شي.