GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي | د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د بره کي څلور لارې هوايي پُل کاري بهیر وکوت

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د بره کي څلور لارې هوايي پُل کاري بهیر وکوت

2025-12-30

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د بره کي څلور لارې هوايي پُل کاري بهیر وکوت

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې په داسې حال کې چې کابل ښاروال او د اسلامي امارت یو شمېر مسؤلینو یې ملتیا کوله د کابل ښار بره کي څلور لارې هوايي پُل د جوړولو کاري بهیر له نږدې وکوت.

د دې کتنې پر مهال اړوند مسؤلینو د یادې پروژې د تطبیق، پرمختګ او کاري کیفیت په اړه د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته هر اړخیز معلومات ورکړل.

اړوندو مسؤلینو  وویل، د یاد هوايي پُل ودانیزې چارې د تخنیکي معیارونو مطابق دوام لري او هڅه یې دا ده چې دغه پروژه په ټاکلي وخت بشپړه او د هیوادوالو چوپړ ته وړاندې شي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د کابل ښاروالۍ مسؤلینو او په دې پروژه کې د شاملو کسانو هڅې وستایلې او د بره کي څلورلارې هوايي پله جوړول یې د ترافیکي ګڼې ګوڼې د لمنځه وړلو او کابل ښاریانو د تګ راتګ اسانتیا لپاره اړین وباله او د یاد هوايي پُل د کار پر چټکتیا او کیفیت پر ساتنې یې ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې دغه هوايي پُل د کابل ښاروالۍ د ښاري پراختیا د پلان یوه برخه ده چې په دوه برخو کې جوړېږي او ۷۶۲ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي چې د کابل ښاروالۍ له انکشافي بودجې ورکول کېږي.

شریک یی کړی