په فاریاب کې د یو میلیارد او ۱۲۰ میلیون افغانیو په ارزښت د برېښنا درې پروژې پيل شوې
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن سهشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په اتمه نېټه په فاریاب ولایت کې د برېښنا د توزیع او انتقال درې پروژې پرانیستل شوې.
په دې پروژو کې د فاریاب ولایت له مرکزي سبسټېشن څخه تر بلچراغ او ګرزیوان ولسوالیو پورې د ۱۱۰ کیلوولټ د برېښنا انتقالي لین غځول، په بلچراغ ولسوالۍ کې د ۱۱۰/۲۰ کیلوولټ سبسټېشن جوړول، د بلچراغ ولسوالۍ د ۱۸ او په پشتون کوټ ولسوالۍ کې د پنځه مېګا ولټ-امپير ظرفیت لرونکو ټرانسفارمرونو له لارې د برېښنا د توزیع
شبکو پراخول شامل دي.
پر یادو پروژو یو میلیارد او ۱۲۰ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د اسلامي امارت له لوري یې مالي تمویل کېږي او ټاکل شوې، چې چارې به یې د خصوصي سکټور له لوري په درېیو کلونو کې بشپړې
شي.
د یادو پروژو د چارو په بشپړېدو سره به د سیمې خلکو د برېښنا ستونزې راکمې او اسانتیاوې به ورته رامنځته شي.