--> News
GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د عامه او ستراتیژیکو اړیکو معاونیت

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

مهم ترین خبرونه
د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة ﷲ اخندزاده صاحب حفظه ﷲ تعالی د مبارکۍ پیغام | د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه | د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه ترسره شوه
مهم ترین خبرونه

مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي

مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي

2025-09-01

په هغه خبري ناسته کې چې نن دوشنبه د روان کال د وږي په ۱۰مه نیټه، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ترسره شوه، د افغانستان اسلامي امارت ویاند، محترم مولوي ذبیح الله مجاهد د تېرې شپې د زلزلې وروستي جزئیات له رسنیو سره شریک کړل.

د دې ناستې په پیل کې، محترم مولوي ذبیح الله مجاهد، د زلزلې له امله د افغانانو د شهادت او زیانونو په اړه د اسلامي امارت د تسلیت پیغام ولوست.

په دغه پیغام کې، شهیدانو ته د جنت الفردوس، ټپیانو ته د عاجلې شفا او خپلوانو ته یې د جمیل صبر غوښتنه شوې. دغه راز د اسلامي امارت اړوندو ارګانونو ته سپارښتنه شوې، چې د شته امکاناتو څخه په استفادې د زیانمنو هېوادوالو مرستې ته ور ودانګي.

محترم مولوي ذبیح الله مجاهد وویل: د ریاست الوزرا مقام لخوا پيښې ته د ښې رسېدنې لپاره د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر، محترم ملا محمد یونس اخندزاده په مشرۍ او د اړوندو ارګانونو د مسئولینو په غړیتوب، یوه ځانګړې کمېټه جوړه شوه. همدازار، زیانمنو ته د عاجلې رسیدنې لپاره د ریاست الوزرا مقام لخوا زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي او د اړتیا په صورت کې به نورې پیسې هم ورکړل شي.

محترم مولوي ذبیح الله مجاهد زیاته کړه: د ابتدايي معلوماتو له مخ، د تېرې شپې د زلزلې له امله، په کنړ ولایت کې ۸۰۰ تنه شهیدان او ۲۵۰۰ تنه ټپيان؛ ننګرهار ولایت کې ۱۲ تنه شهیدان او ۲۵۵ تنه ټپيان؛ لغمان ولایت کې ۵۸ تنه ټپيان او نورستان ولایت کې هم ۴ تنه ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا، د کورنیو چارو، ملي دفاع او عامې روغتیا وزارتونو، د یادو ولایتونو د واليانو او اړوندو ادارو له لوري د شهیدانو د راایستلو، د ټپیانو د لېږد، د لومړنیو خوراکي او طبي توکو او نورو اړینو وسایلو د رسولو په برخه کې لازم اقدامات ترسره شوي دي.

د دې خبري ناستې په ترڅ کې، د اسلامي امارت ویاند له ټولو خیریه بنسټونو، سوداګرو او عامو افغانانو څخه غوښتنه وکړه چې له زلزله ځپلو هېوادوالو سره مرسته وکړي او په دې سختو شرایطو کې د هغوی لاس نیوی وکړي.

په پای کې، نوموړي ټینګار وکړ، چې د مرستو د ښه تنظیم لپاره ټولې مرستې باید د ټاکل شوې کمېټې لخوا تنظيم شي او مرسته کوونکي بنسټونه او هېوادوال دې هم خپلې مرستې د یادې کمېټې له لارې ترسره کړي.#

شریک یی کړی