--> News
GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي | د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه
تازه خبرونه

د ۱۴۳ میلیون ډالرو په ارزښت د افغانستان د ۲۹۶ زره ټنه تازه میوې صادرات

د ۱۴۳ میلیون ډالرو په ارزښت د افغانستان د ۲۹۶ زره ټنه تازه میوې صادرات

2025-03-15

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د روان کال په ۱۱ میاشتو کې یې ۲۹۶ ټنه تازه مېوې نورو هېوادونو ته صادرې کړي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په تېرو ۱۱ میاشتو کې د ۱۴۳ میلیونه او ۱۱۰ زره ډالرو په ارزښت د افغانستان تازه میوې نورو هېوادونو ته صادرې شوې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه وايي: د افغانستان د تازه میوو ټول صادرات سږ کال شاوخوا ۲۹۶ زره ټنو ته رسېدلي چې ارزښت یې ۱۴۳ میلیونه او ۱۱۰ زره ډالره دی. په دغو صادراتو کې مڼه، انګور، انار، تازه اېنځر، زردالو، ګیلاس، توت، خربوزه، شاتوت او نورې میوې شاملې دي.

د کرنې او مالدارۍ خونه په نړۍوالو بازارونو کې د افغانستان د تازه میوو ارزښت ته په اشارې سره د افغانستان له محصولاتو پر ملاتړ او همداراز د صادرولو لپاره یې د بدیلو بازارونو پر موندلو ټینګار لري.#

شریک یی کړی