د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه ترسره شوه

2025-03-16
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ناسته وکړه، چې د نوموړي کمېسیون غړو او د ټولو کمېټو مسئولینو پکې ګډون کړی و.
په پیل کې د یاد کمېسیون او دکمیتو کړنې، لاسته راوړنې او فعالیتونه بیان شول او هم د مهاجرینو ستونزو ته د ښې رسېدنې پر لارو چارو خبرې وشوې. ټینګار په دې وشو، چې د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې ټولې کمېټې خپل فعالیتونه لا ګړندي کړي؛ ترڅو خدمات چټک شي، په ځانګړي ډول د افغان مهاجرو تجارانو لپاره په کور دننه سهولتونه برابر شي او د پانګونې فرصوتونه ورته رامنځته شي.
همداراز د غونډې په جریان کې پر ګاونډیو هیوادنو غږ وشو، چې د افغان مهاجرینو له جبري او بېړنۍ را ایستنې څخه ډډه وکړي، او د مهاجرینو لپاره دکړیو خدمتونو پای په حسن اختتام سره وکړي او د دواړو هیوادونو په همغږي د یوه ګډ مکانېزم له مخې افغان مهاجرین هیواد ته را ولېږدول شي.
یاد کمېسیون له او آي سي، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نورو نړیوالو بنسټونو او ادارو څخه وغوښتل، چې د افغان مهاجرینو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي،تر څو د ګاونډيو هيوادونو د چارواکو د عاجلانه او نا عادلانه پريکړو له امله د افغان مهاجرينو حقوق پایمال نشي اود هغوي سره ظلم زیاتي ونشي.
یاد نړيوال نهادونه بايد له کوربه هیوادونو سره د لېږد په سالمې پروسې کار وکړي؛ ترڅو هیواد ته د مهاجرينو راستنېده د ځانګړي مکانېزم له مخې ترسره شي، همدا ډول له نوموړیو ټولنو وغوښتل شول، چې له افغان مهاجرینو سره خپلو لازمو همکاريو ته دوام ورکړي.
د غونډې په پای کې په ډاګه شوه، چې د افغانستان اسلامي امارت د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدو په برخه کې جدي اقدامات کړي او په راتلونکې کې به هم هغه امکانات چې په واک کې لري د دوی په چوپړ کې مصرف او مصروف کړي او بشپړه هڅه به وکړي، چې ټول افغانان په خپل کور کې هوسا ژوند ولري.#