GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي

د رياست الوزرا اداري مرستيال په مشري د خوړو او درملو ملي بورډ غونډه جوړه شوه

د رياست الوزرا اداري مرستيال په مشري د خوړو او درملو ملي بورډ غونډه جوړه شوه

2025-12-01


د خوړو او درملو ملي بورډ غونډه د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې بورډ د غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې لومړی د بورډ غړو د خپلو ورسپارل شويو کړنو او فعالیتونو راپورونه وړاندې کړل.
وروسته د درملو د تورید اسانتیاوو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هراړخیز بحث او ارزونه وشوه او په مرکز، ولایتونو او ولسوالیو کې د خوړو او درملو د تولید او واردولو ځایونو د څارنې د پیاوړتیا او همدارنګه د شرکتونو له لوري د احتکار د مخنیوي په هکله ټینګار وشو.

شریک یی کړی