د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، د افغانستان د خپلواکو ژورنالستانو له انجمن څخه لیدنه وکړه

2025-03-01
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني هراتي او مرستیال یې، محترم حشمت الله ناصري د افغانستان د خپلواکو ژورنالستانو له انجمن څخه لیدنه وکړه.
په پیل کې د افغانستان د خپلواکو ژورنالستانو انجمن رئیس، محترم حجت الله مجددي، د رسنیو مرکز رئیس او مرستیال ته یې د ښه راغلاست تر څنګ، د خپلواکو ژورنالستانو اتحادیې د فعالیتونه په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي مجددي زیاته کړه، چې د افغانستان د خپلواکو ژورنالستانو انجمن په هېواد کې د رسنیزو فعالیتونو پیاوړتیا او د خبریالانو ستونزو هوارولو ته کار کوي.
ورپسې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني هراتي خبرې وکړې وې ویل: د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ته ژمن دی او د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د یوه ارتباطي پله په توګه تل هڅه کړې چې په هېواد کې رسنیز فعالیتونه پیاوړي، د امارتي اداور او رسنیو مسئولینو ترمنځ د همکارۍ او تعامل کچه پراخه او اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د خبریالانو ستونزو ته په وخت رسېدنه وشي.
محترم حقاني زیاته کړه، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په دوامداره ډول هڅه کوي چې امارتي ادارې او رسنۍ سره نېږدې او د دواړو لوریو ترمنځ د همکارۍ کچه لاپسې پیاوړې کړي.
دغه راز، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مرستیال، محترم حشمت الله ناصري وویل: د رسنیو مرکز په دوامداره ډول د رسنیو او د رسنیو ملاتړو بنسټونو د مسئولینو او ویندویانو ترمنځ د همغږۍ ناستې جوړوي او هڅه یې دا ده چې د دواړو لوریو ترمنځ د همکارۍ او تعامل کچه لا پسې پیاوړې شي.
ښاغلي ناصري، د رسنیو مرکز او خپلواکو خبریالانو انجمن په ګډو هڅو د ویندویانو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه، د روزنیزو ورکشاپونو پر جوړولو، د رسنیو مرکز کې د ژورنالیزم پوهنځي محصلینو ته د علمي سفر زمینې پر برابرولو او د رسنیو لخوا د نظام لاسته راوړنو پر انعکاس ټینګار وکړ.
په پای دواړو لوریو د دوه اړخیزې همکارۍ او همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.#