د افغانستان د ځوانو ورزشکارانو تاریخي لاسته راوړنې؛ په اسیایي سیالیو کې د ۶ مډالونو ترلاسه کول
2025-11-27
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست مسئولینو، د پنجشنبې په ورځ (۶ لیندۍ ۱۴۰۴) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د ورزش برخه کې د وروستیو لاسته راوړنو په اړه مفصل معلومات له رسنیو سره، شریک کړل.
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس، محترم مولوي احمدالله وثیق، په یاد خبري کنفرانس کې وویل: د افغانستان ځوان ورزشکاران، د نویو ځوانانو په اسیایي سیالیو کې ښه وځلېدل او ۶ مډالونه یې ترلاسه کړل.
محترم وثیق زیاته کړه، دغه سیالۍ د بحرین هېواد په کوربتوب په منامه ښار کې ترسره شوې، چې له ۴۵ هېوادونو څخه څه باندې څلور زره ورزشکارانو په ۲۴ ورزشي رشتو کې پکې ګډون درلود. له افغانستان څخه هم ۵۷ ورزشکارانو او روزونکو په اتو ورزشي برخو کې په یادو سیالیو کې ګډون کړی و.
د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان په دې سیالیو کې یو د سرو زرو، دوه د سپينو زرو او درې د برونزو مډالونه ترلاسه کړل او د قطر، کمبودیا، پاکستان، لبنان، بنګله دېش، یمن او عمان له هېوادونو څخه په مخکې کېدو سره یې، په عمومي جدول کې څلورویشتم مقام خپل کړ.
د یاد ریاست د مسئولینو په وینا، د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره افغان ملي لوبډلې د نويو ځوانانو درېيم پړاو اسيايي سياليو پايلوبه کې ايران ته د ۲ - ۱ ګولونو په توپير ماته ورکړه او په لومړي ځل يې د دغو سياليو قهرماني وګټله او د طلا تاریخي مډال یې په خپل نوم ثبت کړ. د یادونې وړ ده، چې دې لوبډلې تر دې وړاندې هم د اوزبیکستان، بحرین، چین او تایلنډ لوبډلو ته ماته ورکړې وه.
د مسئولینو په خبره، افغان واليبال ملي لوبډلې د مرکزي اسيا سياليو پايلوبې ته لار موندلې وه او په پايلوبه کې یې له ترکمنستان هېواد څخه د ۳-۲ ميدانونو په توپير ماته وخوړه او دويم مقام يې خپل کړ.