افغانستان او ترکمنستان د ریل پټلۍ په برخه کې درې تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

2025-03-15
د ټولګټو وزارت له ترکمنستان سره د ریل پټلۍ په برخه کې د درېیو تفاهم لیکونو د لاسلیکولو خبر ورکړ.
دغه تفاهم ليکونه ترکمنستان ته د ټولګټو وزارت د يوه تخنيکي پلاوي د سفر په ترڅ کې چې مشري یې د یاد وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال محمد اسحاق صاحبزاده کوله، لاسليک شول.
د ټولګټو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، دواړو لورو د هرات – تورغونډۍ د اورګاډي کرښې د پراختیا چې لګښت یې ۷ میلیونه ډالره اټکل شوی دی او د اقینې – اندخوی د اورګاډي د پاتې ۱۰ کیلومترو د بشپړولو هوکړه شوې ده. دواړه خواوې لا هم د اندخوی – شبرغان رېل پټلۍ د ۵۵ کیلومتره پروژې د سروې او ډیزاین په اړه تفاهم ته رسېدلي دي.
د ټولګټو وزارت وايي، په نږدې راتلونکي کې به د دغو دریو پروژو تړونونه لاسلیک او عملي چارې به یې پیل شي.#