په ملي پلانونو او پالیسیو کې د اقلیمي بدلون اړوند موضوعاتو د ادغام په تړاو مشورتي غونډه جوړه شوه
2025-12-03
په ملي پلانونو او پالیسیو کې د اقلیمي بدلون اړوند موضوعاتو د ادغام په تړاو مشورتي غونډه جوړه شوه
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس محترم مولوي مطیع الحق خالص په مشرۍ چې د اړوندو امارتي ادارو له استازو سره مشورتي غونډه ترسره شوه.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس وویل، چې اقلیمي بدلون یوه نړۍواله موضوع ده او افغانستان یې د نورو هېوادونو په پرتله ډیر زیات اغېزمن کړی. نوموړي د امارتي ادارو له استازو څخه غوښتنه وکړه، چې په خپلو پلانونو، پالیسیو او عمراني چارو کې د اقلیمي بدلون موضوعات په پام کې ونیسي.
د غونډې په لړ کې د یادې ادارې د مسئولینو لخوا د اقلیمي بدلون اړوند موضوعاتو په تړاو هر اړخیز معلوماتي پرزنټشنونه وړاندې شول او غونډه د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده.