د بېرته راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د دایمي استوګنې پر لور مهم ګام
2025-12-29
د بېرته راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د دایمي استوګنې پر لور مهم ګام
په داسې حال کې چې افغانستان له څو لسیزو جګړو وروسته د ټولنیز ثبات او اقتصادي رغونې پر لور په چټکۍ سره ګامونه اخلي، د بېرته راستنېدونکو مهاجرینود دایمي استوګنې مسئله د نظام له مهمو لومړیتوبونو څخه شمېرل کېږي. هغه زرګونه کورنۍ چې له کلونو مهاجرت وروسته هېواد ته راګرځي، یوازې سرپناه نه، بلکې د عزتمن ژوند، امنیت او دوامدار ثبات غوښتنه لري. د همدې اړتیاوو د درک په موخه، د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د معیاري ښارګوټو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کړې ده، څو له دې لارې راستانه شوي هېوادوال د دایمي او باعزته استوګنې له لازمې اسانتیاوو څخه برخمن شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال د هېواد په ۱۵ بېلابېلو ښارګوټو کې د سړکونو د جوړولو، هوارولو او جغل اچونې چارې په چټکۍ روانې دي. دا چارې د ښارګوټو د بنسټیزو خدماتو له مهمو پړاوونو څخه شمېرل کېږي، ځکه چې د سړکونو شتون د استوګنې، ترانسپورت، امنیتي اسانتیاوو او نورو خدماتو د برابرولو لپاره بنسټیز ارزښت لري.
د مهاجرینولپاره د ښارګوټو د جوړولو بهیر د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري په څو اساسي او تخنیکي پړاوونو ویشل شوی دی. په دې پړاوونو کې د ځمکو تثبیت، تخنیکي او توپوګرافي سروې، د تفصیلي پلانونو جوړول، او وروسته د بنسټیزو خدماتو تطبیق شامل دي. د وزارت د راپور له مخې، تر دې مهاله د راستانه شوي هېوادوالو لپاره ۴۱ ښارګوټي تثبیت شوي، چې له دې جملې څخه د ۳۴ ښارګوټو د ځمکو توپوګرافي سروې بشپړه شوې او د پاتې ۷ ښارګوټو سروې چارې لا هم روانې دي.
اوسمهال د خدماتي چارو مهم پړاو، چې په کې د ساحې هوارول، د سړکونو جوړول او د جغل اچونې چارې شاملې دي، په ۱۳ ښارګوټو کې روانې دي او په ۳ نورو ښارګوټو کې دا چارې په بشپړ ډول پای ته رسېدلې دي. د پکتیا ولایت د رباط د مهاجرینوښارګوټی، د بامیان ولایت د قلعه اژدر ښارګوټی او د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ د مهاجرینوښارګوټي هغه سیمې دي چې د لومړي او دویم پړاو ټول خدماتي کارونه په کې په بریالیتوب سره بشپړ شوي دي.
سربېره پر دې، د کندهار ولایت د تختهپُل او ژېړۍ ولسوالیو، د هلمند ولایت د واشیر ولسوالۍ، او د کندز ولایت د دشت ارچي او چهاردرې ولسوالۍ د خواجهکفتر په ښارګوټو کې د ساحې هوارولو او سړک جوړونې چارې په منظم او دوامداره ډول روانې دي.
همدارنګه، د ارزګان ولایت د ترینکوټ، د کنړ ولایت د خاص کنړ ولسوالۍ، د فاریاب ولایت د دولتاباد ولسوالۍ، د هرات ولایت مرکز، د زابل ولایت مرکز، د لغمان ولایت د شمکت ښارګوټی، د ننګرهار ولایت د روداتو او بهسود ولسوالیو، او د بلخ ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ د مهاجرینوپه ښارګوټو کې هم یادې چارې په چټکۍ سره عملي کېږي.
خو له دې ټولو مثبتو ټکو سره سره، اړینه ده چې شفافیت، کیفیت او د خلکو ونډه د دې پروژو اساسي اصل پاتې شي. ښارګوټي باید یوازې ودانۍ نه وي، بلکې د ژوند کولو وړ چاپېریال ولري. دوامداره څارنه، د خلکو اړتیاوو ته غوږ نیول او د وخت پابندي هغه فکتورونه دي چې د دې ملي پروګرام بریا تضمینولای شي.
په ټوله کې، د بېرته راستنېدونکو مهاجرینولپاره د ښارګوټو پراختیا نه یوازې د استوګنې ستونزې ته ځواب دی، بلکې د ملي ثبات، ټولنیز عدالت او ښاري پرمختګ پر لور یو مهم ګام هم ګڼل کېږي. که دا بهیر په همدې جديت او مسئولیت سره دوام ومومي، نو کولای شي د زرګونو کورنیو ژوند ته نوې هیلې او د هېواد راتلونکي ته روښانه لید ورکړي.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز